обложки для документов  обложки для документов оптом  аксессуары для сотовых телефонов оптом  аксессуары для сотовых телефонов  аксессуары для мобильных телефонов оптом  аксессуары для мобильных телефонов  аксессуары для мобильных телефонов опт  травма колена  травма колена лечение  Pashto news 
 
د لوستونكو نظرونه 
.: اند زما په اند / محمد نبي وقار
د کليوالې انځورګرۍ مخکښ شاعر،د پښتني دوداوکلتوردژوندي او خوندي ساتلوځلانده څېره ، د خپلې ټولنې او هېواد سره د خاصې مینې او علاقې پر بنسټ یو با احساسه ځلمی .
 ټولنيز ارزښتونه د فردي احساس زېږنده ده چې د انساني فلسفې یوه مانا دنورودرک کول اوپه زړونویې حکومت کول دي چې ددغو چارو په تر سراوي کې ښاغلی اند د پوره اند اوځواک خاوند دی.
 
ټولنيزپرمختګ او سالم بدلون انساني اړتیا ده چې د ټولنې پېژندګلوي په تېرو دودونو،عنعناتو او کړنو کېږي چې نوموړې چارې زمونږ تاريخ ليکونکي په نثري تاريخ خوندي کوي خو اند یې د نورو په خلاف په شعري تاريخ ساتنه کوي چې د نوښت ترڅنګ خوندور ،په ذهنونو کې تلپاتې او د پام وړ ګرځي
.
د عربي ژبې یو پیاوړی شاعر وایې، ما تل مدام شعر ليکلی د یو شعر لپاره، همدغه خبره د اند صېب د شعري شخصيت په برخه کې دیادولو وړ بولم، ځکه چې اند د شعرونو پرډېروالي (کميت) د هغې کیفيت اومعیار ته لومړيتوب ورکوي.
 
اند صېب:زړه مې ډېر څه غواړي چې ویې ليکم خود پښتوکيبورډ سره لږ نا اشنا یم.
 الله دې همداسې ژوندی، ګړندی او په چارو کې بریالی لره.
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: سلام اند لالا  / جاويد له جلال اباد څخه
سلام اند لالا 
خداي دي وکړي چې روغ جوړ اوسي 
ستا دنوي پاڼي په کتلو ډير زيات خوښ شومه ځکه ډيره ښاسته او ډير ښايسته رنګ دي ورته انتخاب کړي دي 
دا مساپري درته لږ ښه شوه لږ نور هم چالاکه شوي لږ نور هم کار ته دي مخه شوه او اوس دمساپري په زور ډير ښاسته شعرونه ليکي ادامه ورکړه 
ستاسي د بريا په هيله  
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / کشمال ثاقب /ننګرهار
سلا مو نه او نيكي هيلي مي ومنه
اند لالا تر هر څه و ړاندې در ته د پاڼې مبا ركي وا يم پا ڼه مي دي و لو ستله د نویو شعرونو پر لوستلو دې ډېر خوشاله شوم .
 قلم دي تا ند او سه
ستا كشر كشما ل ثا قب
اند :
کشــــــــــــماله سلامونه او مننه ، خوشاله شوم چې پاڼه دې کتلې او خوښه کړې دې ده . خوشاله اوسې .
اند
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: ښه ډیزاین شوې  / رضوان الله ممله وال

اند صیب زما سلامونه او نیکی هیلی ومنه !ستا ځانګړی پاڼه می و کتله ډیره ښایسته او ډیر ښکلی ډیزاین یی دی خدای دی توفیق درکړی چی نوره یی هم په لیکنو او شعرونو ښکلی کړی .

اند:
ممله وال صیب مننه ، انشاالله هڅه به کوم، زه مو د نورو رغندو نظرونو په تمه یم ، خدای مو سرلوړي لره.
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / عبدالقادر ، اطریش

لومړی د نوی پاڼی مبارکی درته وایم. په لیدو یی ډیر خوښ شوم. زما د ډیری مودی تنده یی ماته کړه. د کلی او وطن کوم انځور چی ستا په شعرونو کی لیدل کیږی لا په خپل سیال پسی ګرځی. په قلم مو برکت شه، او له زړه مو خدای پاک درد لیړی لره.

په ټوله مینه
 
عبدالقادر
اطریش
 
اند:
 
ګرانه ، عبدالقادر ه وروره ، دا چې پاڼې مو کتلې او خوښه کړې مو ده یوه نړۍ مننه ، زه د خپلو لېکنو په اړه ستاسونورو نظرونو سپارښتنو او تبصرو ته سترګې پر لاره یم. خوښ اوسئ
اجمل اند
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: ښکلې پاڼه  / محمد الیاس داعي، هلمند

سلامونه مي ومنه ،ګرانه او تر هرڅه زړه ته راتيره !هيله مي داده چي دراډيو مصروفيت دي قلم وچ کړى نه وي .ګرانه داپاڼه خو په دي ډيره غني ده چي تاسو غوندي ځوان يي شاګونى دى

رښتياوايم مينه درسرم ،په مينه دي سپارم ،دوعادي غواړم،دخداي په امان
داعي
 
اند:
راته ګران داعي صیب، خدای دې تاسو خوشاله او په امن کې لري، وايي چې له زړه نه زړه ته لاره وي ، تاسو زما په زړه کې ځای لري، زه مو د مینې او مننې پوروړی یم، د یو داسې ورځې په هېله چې په هلمند کې به د ټولو ټوپکو ژبې ګونګې او ېوازې به د هملند د مستو څپو شور اورېدل کېږي .
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: ستا شعرونه ولې د هر ځای رنګ اخلي  / شمله

اجمله وروره ويب پاڼه دې ډيره ښکلې شوې ده زه ډيره خوښه شوم زه هر وخت ستا دا پاڼه لولم ډيره غني ده خو دا شعرونه دې داسې دي لکه اوبه هر چيرې چې لاړ شې دهغه ځای رنګ اخلي.

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: بې مثاله  / عزت الله
اند صيب سلام!
پاڼه خو دې بې مثاله ده. زما ډيره خوښه ده او هر وخت مې د کمپيوټر پر مخ خلاصه وي او د کار ستړيا په همدې پاڼه باسم
خو چې کله ستا د کوم شعر سره مخ شم نو هغه خو بيخې بل وخت وي.
وايم خداې تعالې خو دې راته د تل لپاره کامياب او د ډيره وخته ژوندی لره
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: بریالی اوسې  / شفيق الله همدرد، جلال اباد
گرانه اند صيب !پاڼه دي ډيره په زړه پوري او بې مثاله ده ، ټول توكي ډير ښه او په پوره دقت پكي ځاي شوي ، زما ډيرو ملگرو چې ستاسو پاڼه ليدلي خوښه شوي يي ده ، نور دي په خپلو چارو خپله پوهيږي يوازي درته بريا او دعا كوو .
همدرد ،جلال اباد
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / نور محمد لاهو

ګرانه انده سلامونه

دويبلاګ په ليدو دې ډير خوشاله شوم

په عزت اوسې
 
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: انده اشنا سلامونه  / میوند فدا

انده! اشنا سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ

ستا د شعرونو د پخوانيو مينه والو له ډلې يو زه هم يم. شعر دې پخوا هم ښكلی وو,او په اوسنيو هغو كې خو دې بلا كړې.

ستا په انټرنټ پاڼه كې مې دوه شيان ډېر خوښ شول. نوي شعرونه او ستا د كلي انځورونه. مخكې به مې ستا په شعرونو كې په كليوالي تصويرونو او سمبولونو شك ښوده خو اوس راته جوته شوه چې له شعر نه دې هم كلى ښايسته دى. شعر دې له ژونديو انځورونو او سمبولونو ډك دى.د شعر هريو تورى دې لكه د خپل كلي د كوكنارو ګل, او مسرې يې لكه د نڅېدونكو پاڼو سپېدارونه, د هنر باد ته منظومه نڅاګري كوي او يوه ريالستيكه پښتنه تابلو وړاندې كوي.
خداى دې كلى د نظره مه كړه.
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: په ځانګړې پاڼه دې خوشاله شوم  / خان ولي کامران،جلال اباد

ګرانه اجمله وروره ! سلامونه او نيکي هيلي ومنه

خوښ شوم چې د ستا په نامه مې د يوي ځانګړي ويپاڼي خبر واوريد،ته باور وکړه چې په جامو کې نه ځايږم،خداي دې درته نور هم توفيق درکړي چې خپله دغه پاڼه په ښو مطالبو ښکلي کړي ترڅو زموږ زوريدلي خلک ورڅخه د ژوند په چارو کې ګټه واخلي،
د مساپري شپي ورځي دي نيکمرغه وي خوشاله اوسي،
 په مينه
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: پېښور دې رایاد کړ / عزت الله شمسزی-کابل

اند صيب سلامونه او نېکې هيلې!

خداى دې وکړي چې د پردېس شپې او ورځې درباندې په خوښۍ تېرې شي، د نوي هنري پاڼې مبارکي درته وايم باور وکړه چې ستا ځينې شعرونه مې ولوستل پېښور راياد شو، ته مې ذهن کې مجسم شوې چې د ارباب روډ پر سړک کله پورته ځې او کله ښکته او له ځان سره توري او ستوري شمارې، والله که رښتيا درته ووايم تر دې اوسني ژونده چې موږ يې لرو هماغه د پېښور شېبې ښې وې، ياران او بنډارونه خو ښه پرېمانه و.
د لا برياليتوبونو په هيله دې
شمسزى
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: ستا پاڼې د پېښور ادبي بهیر رایاد کړ  / فضل قادر انډېوال

گرانه اجمل انده!د پېښور د افغان ادبي بهير شېبې مې په زړه دي او په ټاون کې مې ستا د کوټې خاطرې هم سترگو سترگو ته کيږي . دا چې اوس د پراگ په عصري ښار کې ژوندکوي نو د راډيو په څپو کې دې خوږ غږ اورم تېرې شېبې را په زړه شي د نوي ويباڼې مبارکي درته وايم. تاند اوسي.

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: پاڼه کې ورځنیو تودو خبرو ته ځای ورکړه  / شړشم

سلامونه اندصېب!

ورورجانه ويبپاڼه دې ښکلی ده الله پاک دې يې نوره هم ښکلې کړي .يو وړانديز لرم هغه دا ، که په پاڼه کې ورځنيوتودو خبرونواونوروتازه مالوماتوته ځای ورکړﺉ لابه ښه وي.بريالی اوکړندی اوسې.
 
شړشم
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د یو ټیوب په مټ خپورشوی شعر راته په زړه پورې دی  / ميرويس افضلي/سلواکیا

سلامونه اونیکی هیلی اندصیب!

ستاسو مخکینې ویبلاګ چې د چینې په نوم و هغه هم ډیر په زړه پوری دی او داچی بیا مو نوی ویب پاڼه چمتو کړی ډیره ښکلی ډیزاین شوی اوډیر ښکلی مطالب لری او کوم شعر چی مو دی یوتیوب په مټ خپورکړی ډیر ښکلی شعردی اوپه ډیر ښایسته غږ سره مو لوستلی او په زړه پوری خو لاډیردا ده ځکه زه هم دا څو میاشتی کیږی چی دخپلی وظیفی اوزده کړو په لړ کی ستاسو گاونډی هیواد سلواک جمهوریت کی دمسافری شپی ورځی سبا کوم او داشعر موچی واورید څه ناڅه مو دزړه تسل پری وشو او ستاسو ژوند لیک مو چی ولوست نو تا هم په هغه مکتب کی درس لوستلی چی ماهم ورسره ډیره مینه درلوده په پیښور کی بس نور دی ډیروخت نه نیسم ، ستا سو بریا زمونږ یوازینی هیله ده 

ميرویس فضلي
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: تر ویباڼې زیاته دې شعرونو ته اړتیا لرو  / محمد نبي تدبير- کابل

اند صيب سلامونه!

وروره په زړه د قدر وړ كار دى چې پښتو ژبه كې يوه بله پاڼه پرانيستل شوه او هغه هم بيا ستاسو په څېر د انځورګر او هنري شاعر . خو د انديښنې وړ هم ده. ځكه له يوې خواستاسو د دغې نوي وطن ماشيني او بوخت ژوند چې يو انسان يوازې د مشين د يوې پرزې په توګه په كې كار كوي. له بلې خوا د ويب پاڼې چارې چې هم تخنيكي كار دى او هم ستونزمن او ورسره ښه وزګار وخت غواړي . خداى وكړي چې دومره دې بوخت هم ونه ساتي چې مونږ دې له خوږو او په تول پوره غزلو له لوستو بې برخې شو.
كه څه هم دا (د اجمل اند د شعرونو، ليكنو او ورځنيو يادښتونو پاڼه ده) خو نن سبا هره ورځ يوازې د بريښناليك ليدنه كتنه هم بلا وخت غواړي نو ويب پاڼه او بيا ستا د ويبپاڼې خو بلا شمېر كړۍ دي چې هره ورځ د هرې يوې په اړه د خلكو مشورې، نيوكې او وړانديزونه !
په هر صورت خو مونږ تر ويبپاڼې ستا شعرونو ته ډېره اړتيا لرو چې پام دې وي. او د كيسې كړكۍ ته به دې زه هغه راكړې كيسې ټايپ كړم او در وبه يې لېږم
ستاد لابري په هيله
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / ظفر کریمي، کراچۍ
اند صېب سلامونه او نېکې هیلې
اند صېب د نوې پاڼې په پرانستلو د زړه له تله مبارکي درکوم،هیله لرم چې ادبي هلې ځلې مو دغه شان ګړندۍ مړنۍ وي .ستاسو د لا بریالیتوب او سوکالۍ په هیله
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې ډیزاین په زړه پورې دی  / هدایت الله غیرت
اند صاحب سلامونه لکه غرونه
خدای دی وکړی چی روغ او جوړ اوسی د نوی ویب پاڼی مبارکی درته وایم
او د څښتن تعالی نه درته ددی پاڼی په کامیا بۍ سره چلولو غوښتنه کوم.
ددی نوی پاڼی ډیزاین هم ډیر ښکلی او په زړه پوری دی
د بریالیتوب په هیله مو
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: له شعرونو سره دې مینه لرو / اتل
ګرانه انده ،
د پاڼې پر لېکه کول دې یوه ښه هڅه ده ، موږ ستا له شعرونو او لېکنو سره مینه لرو . خو د پاڼې د رنګوتو ترکیب ښه نه دی او په لوستلو کې ستونزې پېښوي . هېله ده چې بدل به يي کړې .
خوښ اوسې .
اتل
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: شعرونه مې دې خوښېږي  / کرامت الله حیات
سلامونه اند صیب ، زما ستاسو شعرونه ډېر خوښېږي . خوساله اوسې .
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: له ویبلاګه تر ځانګړې پاڼې  / بختيار ځدراڼ، پاکستان

سلامونه اواحترمات مې اومنه

دنوي ځانګړې مبارکي درته وایم دهمدې امید سره چې زمونږټول ټولنیز ویبلاګونه به دځانګړې پاڼې بڼه غوره کړي تاسوته ددې نواښت مبارکي وایم او قلم مو له خدایه تل ښېرازه غواړم چې پاڼه مو تل تازه او تانده وي
 
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / سيد شا سقيم
دروند اند صاحب !
سلامونه ، مينه ، ګرانښت او درنښت .
هيله ده روغ او جوړ به ياست .
د نوې وېب پاڼې درته مباركي وايم . او په راتلونكي كې درته د بې شمېره خوښيو دوعا كووم .
په درنښت
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د ډېرو لوستونکیو تنده به ماته کړي / مجنون جان

واه ! واه ، څومره ښایسته لکېنې او شعرونه ، ماشاالله اجمل اند وروره! ډېره ښایسته پاڼه ده ، زه خو وايم دا پاڼه به زما په شان د ډېرو لوستونکیو تنده ماته کړي .

اند:
مجنون جانه له یادونې مو یوه نړۍمننه ، هېله ده چې د لېکنو او شعرونو په اړه به خپلې تبصرې ، نېوکې او سپارښتنې راڅخه نه سپموئ .

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / خټک خوګیاڼی
ماته د لېک لوست راښونکیه استاده ، سلامونه مې ومنه ،
ګرانه استاده ، نېږدې لس کاله مخکې دې موږ ته د سپین غره په لمنو کې یوازې لېک لوست راښوده ، او د یو ښه ښونکي مینه دې راکوله ، خو اوس دې له هېواده لرې هغه لړۍ روانه ساتلې او موږ ستاسو له پاڼې د پښتو ادب زده کړه کوو.د پاڼې مبارکي درته وایم قلم دې تاند اوسه .
خټک خوګیاڼی 
اند:
یوه نړۍمننه ، خټک زړګیه ! خدای دې تا راته خوشاله لري ، زما ارزو داده چې خپلې زده کړې به روانې ساتي . هغه کلونه زما د ژوند تر ټولو ښایسته خاطرې جوړوي .
اباد اوسې
اند
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / حکيمي

زه د ر ته مبا ركي و ا يم او ټو لو پښتنو و رو ڼو ته ز يري و ر كو م چي د ا د ي يو ميدا ن هم ر ا ته پيد ا شو .او ز ه خو شحا ل يم او تل به ستا سو قلمي مر ستندو ي و م . ز ه د قسمه خد متو نه نه هير يدو نكي خدمتو نه بو لم او د لا ز يا تو كا رو نو ا و بر يا وو هيله من يم.

حکیمي
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې رنګونه هنري دي  / حميد قيومي

قدرمن ورور اجمل اند ، سلامونه او نېکې هېلې ومنه ، هېله ده چې په پراګ کې به دې ژوندې په خوښۍ تېرېږي . لومړې خو د پاڼې په اړه څه یو بل بریالۍ ګام دې زما مبارکۍ ومنه . زما په فکر په پاڼه کې هرڅه ښه پر ځای شوې دي . شعرونه لېکنې او کېسې . دا چې په پاڼه کې دې ډېر رنګونه نه دي کارولې دا ښه ده اوسنې رنګ يي ډېر ښکلې او هنري دي .هېله ده چې په پاڼه کې به سیاسي مسلو او تازه خبرونو ته ځای نه ورکوي ، ځکه موږ ګڼې نورې پاڼې لرو چې دا شیان په کې خبرېږي.

موږ در ته دعا کوو. خوښ اوسې
حمید قیومي
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د بریالیتوپ په هېله مو  / خان محمد ستانکزی، پېښور

ډېرښه، د افغانی ویب سایټونو پر سلسله یوه ښه او بختوره زیاتونه ده. ستاسو د لا دیر بریالیتوب په هیله.

په درناوی
ستانکزی
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.:  د پاڼې مبارکي / ابدالي

ګرانه اجمله جانه قلم د همداسې روان او وياند اوسه ، ستاسو شعرونه مې ډير خواښيږي.

ابدالي
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: په فکري یووالي باید کار وکړو  / رحمتي ګېلانېوال، دوبۍ
ګرانه وروره ،
دنوي پاڼئ درته مباره كي وايم تاسو اوټولوپښتنووروڼوته لابرياوي له لوي خداي ځخه غواړم
هيله ده چې دپښتو اديبانواو فرهنګيانوتر منځ دفكري او قلمي يوالي لپاره تاسوښه كارونه سرته ورسوي ،اوس موږ پښتانه يوازي علمي او فكري يوالي ته تر هرځۀ ډيره اړتيا لرو
.
يوازي په ليكنو هم نه سره پوره كيږئ پر فكري يوالي او لويوهدفونو ته چې دپښتو راسپړل او روښانه كول دي دپښتنو يوالي دي باندي بايد ډير كار وكړل شې ،
دپوهانو اواديبانويوالي ستر ي برياوي له ځانه سره راوړاي سي ،هيله ده دي ټكي ته زموږټول ليكولان ورته پوره پاملرنه وكوي په درنښت
رحمتي كيلا نو ال دوبئ
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: پاڼې کې تل تاریخ زوړ وي  / محمد موسی ، هرات

ښاغلي اند صيب ته سلامونه او نيکي هيلي ...............
محترما پاڼه دي ښه او جالبه ده خو يوه وړوکي کمي هغه دا چي دپاڼي په سر کي تاريخ اکثره وخت زوړ پاته وي که دا تاريخ بيخي ونه لري ښه به وي والسلام
 
محمد موسى هرات
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: پاڼه کې ډیکلمه شوي شعرونه زیات کړﺉ  / اختر

د ښکلې ویب پاڼې د جوړیدو له کبله درته مبارکي وايم ، یو وړاندیز لرم او هغه دا چې که ډیکلمه شوي شعرونه هم په پاڼه کې کېږدئ نو لا به ښه شي .

په درنښت

اختر 

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: سلامونه اند صیب ! / رفیع الله رفیع

 دا چي ستاسي نوي ويب سايټ جوړکړي دي نو زه درته موبارکي وايم او د لوي خداي څخه درته په خپلو کارونو کي برياليتوب غواړم تر څو مو هيلي پوره او بريالي شئ

                                               با اخترام
رفيع الله رفيع
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: قدرمن اند صیب سلامونه ، / دوست محمد شېنواری
قدرمن اند صیب سلامونه ،

پاڼه دې ډېره ښکلې ده ، خدای دې نور هم توفیق درکړې چې ښه مطالب هم ااوس په کې پر لېکه کړې

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: اوبه دې یو نه سي / اجمل تورمان، کابل

 اند صيب ،سلام !

مبارك دې شه ، ښكلې ويبپاڼه دې جوړه كړې ده .
تصوير هم ښكلى او شعرونه هم ښكلي .
خو پام كوه چې اوبه دې رانه يونسي ، بيا به وايم :
دومره په بخت بيداره نه يم
چې اوبو وړى يار مې بيا لاس ته راشينه
 
ستا تورمان
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: ګرانه انده / ډاکتر احمد احسان زماني

ګرانه انده
د پاڼې دپرانستلو درته مبارکې وایم. په شعرونو او نورو بیلګو یې نه غږیږم ځکه چې ښایست یې ښکاره دې.
په قلم او ځان دې د خدای برکت وسه.
ورور دې
احسان
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / سلطان احمدزی، کابل

اند صاحب سلامونه ! خدای دې وکړي چې روغ او جوړ به وې ، داچې له مصروفیتونو سره سره دې د پاڼې چلولو ته ملاتړلې ده ، زه درته مبارکي وایم خدای دې وکړي چې خپل نوي نوي غزلونه پکې خپاره کړې او زمونږ تنده پرې ماته کړې .
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: ته یې لیکه موږ به یې لولو  / عبدالله سهار،ننګرهار

ګرانه مشره سلا مو نه او نيکې هيلې
تر هرڅه دمخه درته دبښونکي خداي ج په دربار کې ددعا لاسونه لپه کوم او بيا درته دپاڼې مبارکي وايم.
ګرانه انده پاڼه دې ډ ېره ښکلې ده، د پاڼې ډيزاين او د پاڼې رنګ تر ټولو ښګلى دى، زما ډېر زيات خو ښ شو .
پاتې شو ه دشعرونو او نورو نثري ليکو نو خبره ، هغې ته خو زموږ سلام دى، بس ته يې وراچوه او موږ به يې لولو او خو ندو نه به ترې اخلو .
ستاسو دښه ژوند په هيله .
عبد الله سهار ، جلال اباد ، اففانستان
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: په زړو مېنو بیا لار راغلطه کړه  / رحمت الله زیارمل، ننګرهار
اندلالادسپين غر دنښترو په څيرسلامونه اونيکې هيلي مې ومنه .
کله چې به مې ستادنووشعرونولوستلوته زړه وشونوستاپرچينه کې پرشت هشعرونوبه مې خپل سترګې خړوبې کړې او د ماښامونو د مېن د حاله به مې خپل ځان د هغه دشعرونوپر لوستلو خبر کړ خو هغه وخت مې له چينې سره يوه ستونزه لرله او هغه دا چې کله چې به مې شعرونه لوستل نو په زړه کې به مې تېريدل چې کاشکې مې دغه شعرونه دماښامونو د مېن په غږ کې اورېدلا ى شوه، خودغه هيله مې همداسې نېمګړې پاتې وه خوستا نوې پاڼې مې دا تنده هم ماته کړه په همدې خوشالۍ کې درته د نوې پاڼې مبارکي وايم
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: پر شعر دې میین یم  / باري نعیمی کټوازی

انده گله سلامونه اوشی چاری!
نورچه نه لیکم کمپیوتر می پشتونه لری خودومره به درته ولیکم چی :
قربان دی سم ستا شعرمی مینه اوزه یی میین یم خویوه هیله درنه لرم
چی طبعی شکلا او انجورگری مه هیروه (چینی. سیندونه .غرونه . چنارونه او نور..... ستا دلیدو په تمه !!
عبدالباری نعیمی -پکتیکا = زمریکوت
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: نوی غزل مو را واستوﺉ  / شيرالرحمان بېتاب کوزه پښتونخواکوهاټ

محترم اند صيب سلامونه او نېکې هېلې مو ومنئ
 
خوښي او صحت مو د لوى او متعال خداى نه د همېش لپاره غواړو الله دې وکړي چې روغ ياست او زما سلامونه او نېکې هېلې ستاسو نورو ملګرو ته هم ورساوه.
زه تاسو اوملګرو ته په وېبپاڼه مبارکي درکوم او د لابرياليتوب دوعاګانې درته کوم الله مو زمونږ سره د پښتو ادب او ژبې حدمت لپاره تاند او هڅاند لره او الله مو نور هم په دغه او د ژوند نورو ميدانونو کې کامياب لره نور مو په الله سپارم او يو پېغام هم لرم.
وروسته د نېکو هيلو مونږ انشاءالله ددې مياشتې ((د عیسوي کال د څلورمې مياشتې)) په اخره کې يوه درې مياشتېنۍ مجاله اجرا کوو چې نوم يې (غږ) دى او د لومړۍ ګڼې لپاره ستاسو يو نوى غزل يا نظم راولېږئ چې مونږ يې په راتلوونکې مجاله کې ځاى کړو په لاندې برېښناليک
Bitabnin65@yahoo.com
وسلام ستاسو محلص شيرالرحمان بېتاب کوزه پښتونخواکوهاټ
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: ستا د کلي انځورونه  / هارون هانر /جاپان
په ټولو  كارونو كې كامياب اوسي, خپه نشي رلته ما سره ى بشتو زبي ر بوستكالي سهولت نشته, ويببانه ري خكلى ره ما ستا ر كلي ى عكسونو ريره كته واخسته.
مننه
جاپان
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: د پاڼې مبارکي  / نادر خان کټوازی

اند صیب ، زما سلامونه هم ومنه ، د نوې پاڼې مبارکي درته وايم ، خدای دې د ژوند په هر پړاو بریالی لره.
 
کټوازی
 
 اند:
 
کټوازی صیب یو نړۍ مننه ، ستا سو په شان د درنو مشرانو دعا او ډاډ زما لپاره د ویاړ خبره ده .
 
کور مو ودان

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: کمالپوري - کابل / د کتاب په بڼه یې هم چاپ کړه

اند صاحب ددې پاڼې په لېدلو سره زما په اند د پښتو شعري د نېا ته د ې وېاړ ور بخښلې دا چې زموږ هېواد وال د انټرنېټ څه چې د برق څخه بې برخې دي نو هېله ده سره د خواهشه كه دا د كتا ب په شكل سره هم شې نو دهغه ورونو لپاره چې په ا طراف كې دي لاس په دعا به وي.
اند صاحب كه لږ څه د تصوف دنېا خواته وخوزېږې .
ډېره دنېا پرته ده په د دنېا كې او ډېر شوقېان ېې هم شته ،زما په شمول
ښه وخت درته غواړم
 
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: اند صيب سلامونه مو ومنه . / عطاالله خوږياڼى
ډېرزيات خوښ يم چې دخپل خوږيآڼوال ورور دادب دباغ بلبل پاڼه ګورم خداى دې وکړي چې دټولې نړۍ لپاره سړلوړې شي پښتو ، اوورته خدمت وکړو
ستاسې ورور عطاالله خوږياڼى
مرام راډي
  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: نور الحق ارین ، د اصلاح غږ کارکونکی / 

اندصاحب تاسو او‎‎‎ټولوپ‎ښتنو ته دد‎ي نيک ګام مبارکی وایم 
اودلوی خدای نهدرتهلاډيري بریاوي غوا‌‌‌‎ړم .
ستاسوکوچنی ورور 
ارين

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: زما ستاسو د پاڼې د ژباړې برخه خوښه شوه / ثنا الله صفت، ننګرهار

زما ستاسو د پاڼې د ژباړې برخه خوښه شوه

  تفصيل
..............................................................................................................................................................................................
.: په ورورو کېږده قدمونه اشنا ! / حمید مومند- کابل

ه ورورو کېږده قدمونه اشنا !
مې ځکه وویل چې ورو قدم تل په ډاډ او استقامت سره ایښودل کیږي.
دپښتو ژبې لپارهدې دا قدم ډیر په استقامت ایښې دې او هیله ده چې په بریالیتوب سره پر مخ ولاړشې.
مننه حمید مومند