اوس چې پښتو د انټرنیټ په نړېوال جال کې د غوړیدو او خپریدو په حال کې ده ،او په لسګونو ادبي ، فرهنګي ، هنري ،سیاسي ، او خبري پښتو پاڼې پر لېکه شوي . نو ما هم دا ښه وګڼله چې د خپلو لېکنو او شعرونو لپاره یو ځانګړې پاڼه جوړه کړم.
دا اړتیا را ته وروسته له هغې نوره هم جوته شوه چې له یوې مودې راهېسې د خپلې دندې په لړ کې له خپل هېواد او خپلو فرهنګي دوستانو لرې شوی یم.
په ټول افغان کې د چینې په نوم له ویبلاګ را وروسته دادې اوس مو په خپله دې ځانګړې پاڼه کې هرکلی کوم . په دې پاڼه کې به له تاسو سره وخت په وخت خپلې نوې او زړې لېکنې شعرونه او نورې فرهنګې او هنرې هلې ځلې شریکوم.
دا پاڼه به ښايي د څرنګوالې او مطالبو له پلوه هومره ښکلې او بډايه نه وي څومره يي چې زه هېله لرم ، خو که د څو شېبو لپاره هم یو ستړی له ځان سره ددې پاڼې په لوستلو دمه کړم . دا به مې تر ټولو لویه بریا وي..
د مجلو، ویبپاڼو او نورو فرهنګي خپرونو چلونکي که غواړي له دې پاڼې څه خپاره کړي نو کولای شي دې پاڼې ته د یو لینک په ورکولو يي زما په نوم خپاره کړي.
زه له خپلو ټولو دوستانو او د خپلو شعرونو او لېکنو له مینه والو غواړم چې ددې پاڼې او په کې د خپرو شویو ،شعرونو ، لېکنو ، په اړه خپل نظرونه نېوکې، وړاندیزونه را څخه و نه سپموي . ماسره ستاسو رغنده نظرونه، نېوکې او وړاندیزونه زما د فرهنګي کارونو په سموونه او اصلاح کې ډېره مرسته کولای شي.
دلته مو هرکلی او له راتلو مو یو نړۍ مننه
په ډېره مینه او درناوي
اجمل اند
پراګ ، د چیک جمهوریت