مناجات

 

خدایه !(ج) ژوند د شنې چینې په شان راته را وبښه
زړه دا ستا په عشق باندې ودان راته راوبښه
 
ټولې وسوسې زما له ذهن ځینې پاکې کړه
ای خاونده (ج)ډاډ او اطمینان راته را وبښه
 
دومره ډېرې وېرې مې د زړه له خونې وباسه
د ې سینه کې نور د ټینګ ایمان راته را وبښه
 
داسې یو امید چې مې دې ستړي ژوند ته رنګ ورکړي
خدایه(ج) یو سپیڅلی شان ارمان راته را وبښه
 
ستا د رحمتونو په دربار کې دا دعا کوم
ډېر یمه ناتوانه خدایه (ج)! توان راته را وبښه
 
دا د غربت شپې مې ای خالقه(ج) ته رالنډې کړه
ژوند پر یو ودان افغانستان راته را وبښه
 
 

Copyright ? www.rajmalaand.com All rights reserved ajmalaand@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов  обложки для документов оптом  аксессуары для сотовых телефонов оптом  аксессуары для сотовых телефонов  аксессуары для мобильных телефонов оптом  аксессуары для мобильных телефонов  аксессуары для мобильных телефонов опт  травма колена  травма колена лечение  Pashto news